د IMF لخوا د افغانستان بانک ته رالیږل شوی لیک:

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۴:۷
1

د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د می ۱۲

ښاغلی واحدالله نوشېر

د افغانستان بانک سرپرست

کابل، افغانستان

ډېر محترم د افغانستان بانک سرپرست رئیس صاحب،

په پیل کې غواړم د بدلون او نا ډاډمنتیا په دې ستونزمن حالت کې د افغانستان د مالي نظام د خوندیتوب لپاره ستاسو د وړاندیز شویو پالیسیو د طرحې د شریکولو له امله له تاسو څخه مننه وکړم. د دې طرحې سند په بشپړه توګه د پوهیدو وړ او زه ستاسو لخوا د وړاندیز شويو اقداماتو سره موافق یم، ډاډه یم چې ستاسو تر پیاوړې رهبرۍ لاندې به د افغانستان بانک د خپل بنسټیز ماموریت پر وړاندې چې د بیو او مالي نظام ثبات دی، ژمن پاتې شي.

افغانستان په دې وروستیو کې د کریډت د اسانتیا د غځونې (ECF) د بشپړ شوي پروګرام په اډانه کې د لوی مالي ثبات او جوړښتیزو اصلاحاتو په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د افغانستان بانک د یاد پروګرام په بریالیتوب کې مهمه ونډه لرلې ده. همدا ډول، د پیاوړو او مدبرانه پالیسیو پر مټ په ستونزمنه توګه د ترلاسه شویو لاسته راوړنو ساتل ستاسو لپاره خورا مهم دي. د RCF پروګرام په اډانه کې د بیړني مالي تمویل لپاره د افغانستان د غوښتنې په اړه د پیسو د نړیوال صندوق په وروستۍ ناسته کې د یاد صندوق اجرائیوي پلاوي د کریډت د اسانتیا د غځونې پروګرام په راتلونکې طرحه او ترتیب کې چې اقتصادي وده او د بیوزلۍ کمښت یې عمده موخې دي، د افغان چارواکو د لیوالتیا هرکلی وکړ. زه له تاسو او د پیسو د نړیوال صندوق له کارکوونکو سره د دې راتلونکي پروګرام په طرحه او تطبیق کې له نږدې کار کولو ته سترګې په لاره یم.

ستاسو د بریا په هیله.

په بشپړ درناوي،

جعفر مجرد اجرائیوی رئیس

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته