رسنیزه خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۸:۲۸
DAB

موضوع: په د افغانستان بانک کې د اداري فساد د اوو دوسیو څېړنه

کابل، افغانستان- د افغانستان بانک د عالي شورا د پریکړې پر بنسټ چې د مرکزي بانک د تصمیم نیولو تر ټولو لویه مرجع ده، د بانک څلور لوړ رتبه کارکوونکي چې د اداري فساد په اوو دوسیو کې په فساد تورن دي، له دندو ګوښه او د نورو څېړنو په موخه به یې دوسیې د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته ولیږل شي.

د افغانستان بانک د ټولو ناظر (داخلي پلټنې) ادارې د فساد اووه دوسیې څېړلي او ارزولي او راپور یې د داخلي پلټنې کمېټې ته چې د بانک لوی رئیس یې غړیتوب نلري، وړاندې کړي او پریکړه وشوه څو یاد راپور د تصمیم نیونې د یو واک لرونکي او سترې مرجع په توګه د افغانستان بانک له عالي شورا سره د تصمیم نیونې په موخه شریک شي.

یاد راپور د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۴ نېټه د بانک عالي شورا ته وړاندې شو. د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، د بانک عالي شورا د افغانستان بانک د قانون د ۲۰ مادې د دریمې فقرې پر بنسټ پریکړه کړې چې په فساد تورن ځینې لوړ پوړي کارکوونکي له دندې ګوښه او پاتې نور کارکوونکي چې په دې قضیه کې ښکیل دي، په اصلاحي توګه مجازات شي.

د افغانۍ د پولي ارزښت او د بانکوالۍ د عصري سیسټم د ثابت ساتلو په موخه په جدي توګه اړینه ده څو په لومړي ګام کې خپله په اداره کې د فساد په وړاندې جدي اقدامات ترسره شي او د مرکزي بانک رهبري او عالي شورا به د قانون پر بنسټ د هر ډول فساد په وړاندې اقدامات وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته