نویو راستنېدونکو هېوادوالو د هرکلي په موخه تورخم ته د افغانستان بانک د سرپرست رئیس سفر

Mpoya
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۹ - ۱۱:۲۶
نویو راستنېدونکو هېوادوالو د هرکلي په موخه تورخم ته د افغانستان بانک د سرپرست رئیس سفر

۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري او مل پلاوي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راتګ او هرکلي په موخه تورخم ته سفر وکړ، د دې سفر په اوږدو کې یې د ننګرهار له ولایتي چارواکو، د کډوالو لپاره د ټاکل شویو کمېټو له مسئولینو سره وکتل او د هغو افغانانو وضعیت یې له نږدې ولید چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې سفر کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس هېوادوالو ته له پاکستان څخه هېواد ته د راتګ د هرکلي تر څنګ افغانستان د ټولو ګډ کور یاد کړ او د آبادۍ په برخه کې یې د ټولو پر ونډې اخیستو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: د افغانستان بانک د خپلې ژمنتیا له مخې چې د هېوادوالو لپاره یې لري، د هغو هېوادوالو لپاره چې نوي له پاکستان څخه راځي د دندو د زمینې برابرولو په موخه ۸۰ بستونه ځانګړي کړي دي او هغه درانه هېوادوال چې د دې بستونو لپاره ټاکل شوي شرایط پوره کړي په یادو بستونو کې به په دندو وګمارل شي. ښاغلي بدري وویل د وړو پورونو د مؤسسو په طرحې هم کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې نوي راستنېدونکي هېوادوال وکولای شي د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره له یادو مؤسساتو څخه په آسانه توګه پورونه تر لاسه کړي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس دا هم وویل چې د سوداګریزو بانکونو مشرانو ته یې لارښونه کړې ده چې د نوو راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د دندو زمینه برابره کړي او خالي بستونه د دوی لپاره ځانګړي کړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي بدري له نورو ادارو او بنسټونو هم وغوښتل څو له پاکستان څخه د راستیدونکو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره د کاري زمینو برابرولو په برخه کې هلې ځلې جاري وساتي او په دې وسیله درانه هېوادوال د نورو له احتیاجه خلاص کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د خلکو د مالي استازي په توګه، د هېواد د مالي نظام مسئولیت پر غاړه لري. دا بانک ژمن دی چې په هر ډول وضعیت کې د درنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د دوی لپاره د غوره خدمتونو د وړاند کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته