هیواد ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۲۱
هیواد ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۳ رمضان ۸ مه – هیواد ته د نړیوالو د بشرپاله مرستو پر دوام نن یو ځل بیا کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هر کلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي. د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به همکاري وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته