په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د رئیس ښاغلي عبدالله الدر داري د غیر مسئولانه خبرو په تړاو د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۱۳:۳۸
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د رئیس ښاغلي عبدالله الدر داري د غیر مسئولانه خبرو په تړاو د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۶- د افغانستان بانک؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د رئیس ښاغلي عبدالله الدر داري وینا چې د افغانستان بانک تر اوسه پورې توانیدلی نه دی چې د دې سازمان ۱۳۵میلیونه امریکايي ډالره په افغانۍ مبادله کړي، په کلکه ردوي. یاد مبلغ تر اوسه پورې د افغانستان بانک ته راجع شوی نه دی او د لا وضاحت لپاره لاندې څو موارد چې دافغانستان بانک او د افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان ترمنځ د بشر پاله مرستو د اسانتیا او لاسرسۍ لپاره پرې اجماع شوې ده، د یادونې وړ بولو:

  • په افغانۍ د اسعارو مبادله: د افغانستان بانک په ورځني ډول د افغانستان له سوداګریزو بانکونو سره په اړیکه کې دی او د بانکي سیستمونو په کارولو سره د دوی وارده اسعار په افغانۍ مبادله کوي او همدا ډول د خپلو پولي سیاستونو د ښه پلي کېدو لپاره د اسعارو لیلام (Auction) ته هم چمتوالی لري.
  • د ACSS سیستم له لارې د پیسو لېږدول: د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د تصفیې او تسویې سیستم عملاً فعال دی او د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د پیسولېږد په ښه توګه ترسره کیږي او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزې شتون نه لري. همدا ډول چمتو دی چې بشر پاله مرستې هم د هېواد ۳۴ ولایتونو ته ولېږدوي.
  • د تمرکز د لمنځه وړلو د خطر مخنیوۍ: د افغانستان بانک د تمرکز د لمنځه وړلو د خطر د مخنیوي په موخه د هېواد نورو بانکونو ته د بشري مرستو د پیسو د لېږد د پروسې د اسانتیا لپاره خپل رول په ښه توګه ترسره کړی او دا موضوع یې د افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر سره شریکه کړې ده.

د افغانستان بانک په خپل وار د دې اجماع د ترسره کولو لپاره تل هڅه کړې ده او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر سره پرله پسې غونډې ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د افغانیو کافي زېرمې په واک کې لري او تر اوسه پورې یې په دې برخه کې هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی او تر دې مهاله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د افغانۍ د سیالیت کومه ستونزه تر سترګو شوې نه ده. له همدې امله یې د افغانۍ کارول په ټول هېواد کې الزامي اعلان کړي او په کورنیو معاملو او راکړو ورکړو کې د هغه د دودولو او کارولو لپاره هڅه کوي چې دا کار د افغانۍ د کافي پیسو د شتون ښکاروندوي کوي.

د پورته یادو شویو مواردو په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د ښاغلي عبدالله الدرداري د ناسمو او شخصي څرګندونو په تړاو چې دا دویم ځل دی، دا ډول څرګندونې کوي، د افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ته خپل رسمي اعتراض تسلیموي او دې مسئلې ته د رسیدنې غوښتنه کوي. په ورته وخت کې، اړینه ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان د بېلابېلو دفترونو په ګډون له ټولو سازمانونو څخه چې له افغانستان سره یې په دې ستونزمن حالت او د بشر پاله مرستو د پروګرامونو په اسانه کولو کې مرسته او همکاري کړې ده، مننه وکړو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته