په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر ښاغلي عبدالله الدرداري سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۷:۳۱
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر ښاغلي عبدالله الدرداري سره غونډه

۱۴۴۳ شوال ۲۱ مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له استازو سره غونډه جوړه شوه او د مالي او بانکي سکتور پر یو شمېر موضوعګانو پکې خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې له ټولو ادارو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره مالي او بانکي اړیکې ولري.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د راتلونکو برنامو لپاره پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو او دواړو خواوو له یو بل سره د همکارۍ ژمنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام پر مشر ښاغلي عبدالله الدرداري سربېره له نوموړي سره مل پلاوي او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته