په غلام خان بندر کې د نوې څانګې پرانیسته

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۳:۵۸
په غلام خان بندر کې د نوې څانګې پرانیسته

۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۷ مه – د افغانستان بانک له لوري درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه په غلام خان بندر کې د نوې څانګې پرانیسته وشوه.

د دغه څانګې د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د سیستمونو د برخې مسئول ښاغلي روح الله فیضي چې له مرکزي دفتر څخه د تللي پلاوي مشري یې کوله یادونه وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی، ترڅو د درنو هېوادوالو لپاره د هېواد په ټولو برخو کې د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه د دې څانګې په پرانیستې سره به په غلام خان بندر کې د عوایدو را ټولونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او د عوایدو را ټولونې چارې به بانکي سیستمونو له لارې تر سره کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک د غلام خان بندر څانګې مدیر ښاغلي مولوي پیر محمد هم خبرې وکړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک په نمایندګۍ به د دې څانګې له لارې د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د غلام خان بندر د پاکستان او افغانستان تر منځ يو له څلورو لويو سوداګريزو لارو دی چې د سوداګرۍ له پلوه له تورخم او چمن وروسته درېيم ځای لري. دغه بندر د شمالي وزيرستان سيمه له خوست ولايت سره نښلوي.

د یادونې وړ ده چې د غلام خان بندر کې د افغانستان بانک د نمایندګۍ د پرانیستې پر مهال د خوست ولایت یو شمېر ولایتي چارواکو او د غلام خان بندر مسئولینو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته