د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه

 

د افغانستان بانک د ټولو رئیس پیغام

یو ځل بیا ډاډ درکوم چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو او کورنیو بیو د ثبات لامل کېږي خپلې هلې ځلې جاري ساتو او همدارنګه د بانکي نظام د ټینګښت او په دې سکتور کې د سمونونو راوستلو او لا ښه والي لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړو.

له سیاسي بدلون وروسته د هغو محدودو بانکونو سره چې تر فشار لاندې دي په ټول ځواک کار کوو  او پر هغوی به زمونږ څارنه د ملاتړ په ډول وي، تر څو بانکي نظام لا پیاوړی او د خدمتونو کچه پراخه او با کیفیته شي. نور

 

Message of the acting Governor of Da Afghanistan Bank

د مبادلې نرخ

نېټه: سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹

نور...
اسعار پلورل نغده پېرودل نغده پلورل لېږد پیرودل لېږد
یو امریکایي ډالر 65.3425 65.1425 65.2925 65.1925
یو یورو 73.1500 72.5500 72.9800 72.7200
یو استرلینګ پونډ 86.1000 85.3000 85.8500 85.5500
یو سویسي فرانک 78.5000 78.0000 78.3500 78.1500
یوه هندۍ روپۍ 0.7404 0.7304 0.7374 0.7334
یوه پاکستانۍ روپۍ 0.2360 0.2280 0.2330 0.2310
یو ایراني تومان 0.0007 0.0001 0.0006 0.0002
یو چینایي یوان 10.3500 9.9500 10.2500 10.0500
د اماراتو یو درهم 17.8000 17.7000 17.7800 17.7200
یو سعودي ریال 17.3100 17.2100 17.2900 17.2300

د انفلاسیون نرخ

نېټه: پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۰:۰

وروستي خبرونهټول خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۱۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو هېوادوالو، د بانکي سکتور مشتریانو او اړوندو ذینفعانو ته خبر ورکول کیږي چې په افغانستان کې د فعالیت لرونکي الفلاح بانک د افغانستان د څانګې مالکیت، د افغانستان بانک تر څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د بانکي مشتریانو د هویت د تثبیت، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

ګالريټوله ګالري

اسلامي بانکوالي هم پېرېدونکي او هم بانک ته د حلالې ګټې د ترلاسه کولو زمینه برابروي

برېښنایي بانکوالي په ورځنيو پولي معاملو کې آسانتیا، چټکتیا او روڼتیا رامنځته کوي.

مالي شمولیت او مالي پوهه د پراخې اقتصادي ودې لپاره مهمه ده. د مالي خدمتونو د پراختیا په بهیر کې له موږ سره یوځای شئ او په دې برخه کې خپل رول ولوبوئ

د مرکزي بانک یوه موخه د باور وړ بانکي او مالي سکتور درلودل او د ټولو هېوادوالو لپاره د یو ثبات لرونکي، خوندي او د منلو وړ اقتصاد رامنځته کول دي.

د نن سپما، د سبا هوساینه ده.

د افغانۍ بانکنوټونو د زړېدو د مخنیوي په موخه، د ډیجیټلې بانکوالۍ له خدمتونو څخه کار واخلئ. د اداینو کارتونه ورځني راکړې ورکړې آسانه، چټکې او خوندي کوي

په هېواد کې د فارکس آنلاین معاملې منع دي. په دې ډول بازارونو کې هر ډول پانګونه زیان لرونکي ګڼل کېږي او د زیان یا تېرایستلو په صورت کې، هېڅ رسمي مرجع ستاسې د زیان د جبران مسوولیت نه لري.

واړه مالي تمویلونه، ستاسو د کاروبار د پراختیا لپاره نوی فرصت برابروي.

د اداینو د محصولاتو او کارتونو په کارولو سره، چټکتیا او غېزناکتیا تجربه کړئ.

د اداینیزو سیستمونو په کارولو سره اوس ستاسو اداینې د پخوا په پرتله په چټکه، خوندي او آسانه توګه ترسره کېږي.

آیا پوهېږئ کوم بانکنوټونه مندرس بلل کېږي؟ راځئ چې مهمې نښې یې وپېژنو.

پیاوړی اقتصاد د با ثباتو ملي پیسو پر مټ جوړېږي. هر هېوادوال د افغانۍ په کارولو سره د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه لري.