د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: عمومي عملیاتي مرستیال

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ: یوولسم (۱۱)

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د رمضان المبارک ۲۱

د پای نېټه: ۱۴۴۷ د شوال المکرم  ۶

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول او د لوی آمر د نه شتون په صورت کې د هغوی سرپرستي کول.

د (Database Administration، Application Management ,CCTV( ټیمونو مستقیمه رهبري او څارنه او د اړوند سیستمونو او زیربناوو د دوامداره، خوندي او اغیزناک فعالیت څخه ډاډ ترلاسه کول.

په کاري ساحه کې د کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د قوانینو، مقرراتو او تګلارو سره سم د سرچینو، فعالیتونو او کارکړنو مدیریت.

د افغانستان بانک د ستراتیژۍ سره سم مناسب اصلاحات او نوښتونه رامنځته کول او د لوایحو، کړنلارو او تګلارو د تطبیق ملاتړ کول.

د آمریت د لوړپوړو غړو او تر لاس لاندې څانګو سره د دوراني غونډو تنظیمول او د کړنلارو له مخې د سپارل شویو دندو تعقیب.

کارکوونکو ته په اغېزناکه توګه د دندو د ترسره کولو په موخه لارښوونه، او د اړوند مرستیالیت لپاره د مقرراتو، لوایحو، کړنلارو او لارښودونو چمتو کول او د هغې څخه څارنه ترسره کول.

د اړوندو کارونو د ترسره کولو بهیر د آسانتیا په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.

د لوی آمر سره د آمریت د تګلارو، مقرراتو، لوایحو، کاري کړنلارو، معیاري فورمو، او همدارنګه د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح او تعدیل، د لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو د طرحې، ترتیب، تطبیق او رهبرۍ په برخه کې همکاري کول.

د خطر مدیریت اغېزناک میکانیزمونو، د خدماتو د دوام پلان (Business Continuity) او د پېښو وروسته د بیا رغونې پلانونو (Disaster Recovery) طرح او تطبیقول، تخنیکي او امنیتي پېښو ته د ځواب ویلو سیستم پیاوړی کول او له سرچینو، تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو څخه اغېزناکه ګټه اخیستل.

د اړوند آمریت د ستراتیژۍ په تطبیق او په مرکزي رول کې د ظرفیت لوړونې په برخه په ځانګړي ډول د بانک د منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژۍ د تطبیق په ملاتړ کې له لوی آمر سره همکاري کول.

د تګلارو، لوایحو، مقرراتو او قوانینو له مخې د اړوند مرستیالیت کارکوونکو ته تخنیکي لارښوونې او مشورې ورکول.

د مستقیم مدیر په هوکړه د ټولو اړوندو آمریتونو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو د آسانتیاوو د برابرولو څخه ډاډ ترلاسه کول.

د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت د کاري پلان پر بنسټ د بودجې اړتیاوې تشخیص او وړاندیز کول.

د افغانستان بانک د موخو د ترلاسه کولو په موخه د اړتیا په صورت کې د افغانستان بانک او یا نورو اړوندو ادارو د اړوندو کمېټو په غونډو کې ګډون کول.

د High Availability، Backup Management او Disaster Recovery میکانیزمونو د تطبیق له لارې د (Mission Critical Systems) حیاتي سیستمونو ته د لاسرسي تضمینول.

د سیستمونو، ډیټابېسونو او اپلېکېشنونو د سایبري امنیت، او همدارنګه د څارنیزو سیستمونو (CCTV) د فزیکي امنیت څخه څارنه کول.

د غوره نړیوالو تجربو سره سم د Incident Management، Problem Management او Change Management چوکاټونو رامنځته کول او تطبیق.

د (Capacity Planning) سیستمونو د ظرفیت ارزونه او د بانک د عملیاتي اړتیاوو پر بنسټ د تخنیکي لوړونې یا اصلاح وړاندیز کول.

د بانک د رهبرۍ پلاوي او د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر ته د اړوند مرستیالیت د تخنیکي او عملیاتي موضوعاتو په اړه اړین معلومات وړاندې کول.

د پر وخت رسیدنې او د اړوندو برخو لپاره د نوو کړنلارو د تطبیق په موخه د چارو تنظیمول.

د مدیریتونو سره په همکارۍ او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په هوکړه د معلوماتي ټکنالوژۍ د بودجې د ترتیب څخه ډاډ ترلاسه کول.

د معلوماتو د مرکز، سرورونو، ډیټابېسونو، اپلېکېشنونو او څارنیزو سیستمونو د ورځنیو عملیاتو مدیریت.

د خدمتونو د دوام پلان (BCP) او د پېښو وروسته د بیا رغونې پلان (DRP) د تطبیق څارنه او د دوراني ازموینو ترسره کول.

د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند عملیاتي خطرونو مدیریت او رهبرۍ پلاوي ته د تحلیلي راپور وړاندې کول.

د سیستمونو، بدلونونو او پېښو د تخنیکي اسنادو د ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کول.

د تجهیزاتو، جوازونو او تخنیکي خدمتونو اړوند تخنیکي قراردادونو څارنه کول.

د کاري پلانونو ترتیب او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول.

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوند تخصصي اسنادو درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (۵) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

  • د هیواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا
  • د مدیریتي مهارتونو درلودل
  • د کمپیوټري پروګرامونو او د بانکي سیستمونو، ډیټابېسونو، اپلېکېشنونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو سره بلدتیا.
  • د Linux او Windows Server چاپېریالونو کې د سیستمونو د تطبیق، څارنې او د تخنیکي ستونزو د حل وړتیا.
  • د DevOps ، CI/CD، او Containerization مفاهیمو سره بلدتیا او د مجازي (Virtual) او کلستر شوو چاپېریالونو مدیریت.
  • د (Oracle, MS SQL Server, MySQL) ډیټابېسونو د مدیریت په برخه کې مهارت چې د فعالیت مطلوبیت او د د Backup، Replication، Clustering  او Disaster Recovery میکانیزمونو طرحه او تطبیق پکې شامل دي.
  • د بانک په حیاتي سیستمونو کې د High Availability، Load Balancing او Capacity Planning مفاهیمو باندې تسلط درلودل.
  • د څارنیزو او امنیتي سیستمونو (CCTV) د مدیریت او څارنې وړتیا، چې پکې Video Management Systems (VMS)، NVR، د معلوماتو زیرمه کول او له نورو امنیتي سیستمونو سره یوځای کول شامل دي.
  •  د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو د مدیریت چوکاټونو (IT Service Management) د تطبیق وړتیا، او د پېښو، بدلونونو او عملیاتي خطرونو مدیریت.
  • په Virtualization Technologies باندې تسلط او د Cloud او Hybrid زیربناوو سره بلدتیا.
  • د تخنیکي تحلیل، د پېچلو ستونزو د تشخیص، د عملي حل لارو وړاندې کولو او مسلکي مستند کولو وړتیا.
  • د اړینو سرویسونو، اپلېکېشنونو او سافټویرونو د ډیزاین او پراختیا په برخه کې بشپړه وړتیا او نوښت.
  • د سافټویر د پراختیا پروژو د مدیریت بشپړه وړتیا.
  • د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا.
  • په خبرو کې فصاحت او بلاغت.
  • د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه.
  • د دندې د محرمیت ساتنه.
  • د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا.
  • د مرکزي بانک د موخو او دندو څخه پوهاوی.

شخصي صفتونه او ارزښتونه

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies