د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د مدیره پلاوي ۹۳ مه ناسته تر سره شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۶:۲۶
د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د مدیره پلاوي ۹۳ مه ناسته تر سره شوه

۱۴۰۰ کب ۱۹مه - د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي ۹۳ مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک رئیس او د غړو هیوادونو مدیره پلاوي ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې لومړی د تېرې غونډې طرحې د بورډ د غړو له خوا تصویب او ورپسې د دغه بانک یو غړي ته په ۲۰۲۲ کال کې د پور ورکول تائید شول. همدارنګه له اجنډا سره سم د دې بانکیو شمېر پالېسۍ او مقررات تر ګډ بحث او خبرو اترو وروسته تعدیل او تصویب شول.

د یادولو وړ ده چې دا بانک د سیمه‌ایزې همکارۍ د پراختیا په موخه د ترکیې هیواد په استانبول ښار کې د ایکو سازمان تر چتر لاندې د غړو هیوادونو د اقتصادي ودې د چټکتیا او پراختیا په موخه خلکو ته د پورونو ورکولو او مالي خدمتونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره جوړ شوی دی. افغانستان په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د دې بانک غړی شو چې په منظمه توګه د دې بانک په غونډو کې ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې چې له نړیوالو او سیمه ییزو مالي ادارو سره د خپلو اړیکو د ښه‌والي لپاره فعاله ونډه واخلي او د لا زیاتو بانکي او مالي آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته