د سویس زرلنډ هیواد له استازو سره لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۶:۱۸
د سویس زرلنډ هیواد له استازو سره لیدنه

۱۴۰۱ وری ۹ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد پر مشرۍ د سویس زرلنډ هیواد له استازو سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې غونډه تر سره شوه.

په دې غونډه کې د بشرپاله مرستو د میکانیزم په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د افغانستان بانک د پولي سیاست، مالي او بانکي چارو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې ټولو نړیوالو اصولو ته ژمن دی او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې خپلې بشرپاله مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د بانکي سکتور له لارې د مرستو تر سره کول روڼتیا راولي او خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

د ښاغلي احمد په خبره دوی د بانکي نظام د پیاوړتیا او چارو د ښه والي په موخه له بېلابېلو ادارو سره ناستې تر سره کړې دي او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سویس زرلنډ هیواد استازو هم په مالي او بانکي برخو کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک سره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی لري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته