د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۹:۱۳
د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو هغو اشخاصو ته چې  د افغانستان بانک له جواز پرته په غیر قانوني توګه د صرافۍ او پولي خدمتونو کړنې تر سره کوي، خبر ور کول کېږي چې ژر تر ژره دې د یادو کړنو د جواز اخیستلو په موخه د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي او د غیر قانوني کړنو له تر سره کولو څخه ډډه وکړي،  سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

همدارنګه له ګرانو هېوادوالو څخه په خورا درنښت هیله کېږي چې د خپلو پولي معاملو د خوندیتوب لپاره د پیسو مبادله او حواله د جواز نه لرونکو صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له لارې ترسره نه کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته