د افغانستان بانک، په پلازمینه کابل کې د افغانیو زاړه بانکنوټونه وسوځول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۱:۲۰
د افغانستان بانک، په پلازمینه کابل کې د افغانیو زاړه بانکنوټونه وسوځول

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۸ مه - د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پربنسټ دوه میلیارده او پنځه دېرش میلیونه او دوه سوه او پنځه دېرش زره (۲،۰۳۵،۲۳۵،۰۰۰) له کاره لوېدلو زړو افغانیوبانکنوټونه د افغانستان بانک او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د استازو په وړاندې وسوځول شول.

د یادو پیسو سوځولو پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل، چې په افغانستان کې له پیسو څخه د سمې ساتنې کلتور باید دود شي، ترڅو د پیسو له ژر زړیدو څخه مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې د ملي شورا هغه استازو چې د افغانیو د زړو بانکنوټونو د سوځولو او له منځه وړلو پر مهال یې خبرې کولې له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د افغانیو ساتنه کې پوره پام وکړي، تر څو له ژر زړښت څخه یې مخنیوی وشي.

که څه هم د افغانیو بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دې پیسو څخه د خلکو د ناسمې ساتنې او ناوړه کارولو له امله ژر زړیږي او په بیاځلي چاپ یې لګښت راځي.

د یادونې وړ ده چې په یادو بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټونه شامل وو، چې د ملي شورا غړو (مشرانو جرګې او ولسي  جرګې) د عدلیې او مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو د درنو استازو په وړاندې د ده سبز ولسوالۍ اړوند سیمه کې د زړو بانکنوټونو د سوځولو په هدف جوړه شوې احاطه کې وسوځول.

پاتې د نه وي چې په دې پروسه کې د افغانستان بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته