د افغانستان بانک د اداري غونډې جوړېدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۵:۴۱
د افغانستان بانک د اداري غونډې جوړېدل

۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۱ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي حاجي ملا محمد آخوند په مشرۍ د افغانستان بانک اداري غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک اړوندو آمریتونو پر وظیفوي صلاحیتونو، د آمریتونو ترمنځ په لا ډېرې همغږۍ، چارو په لا ښه والي، رامځته شویو پرمختګونو، کړنو او فعالیتونو بحث وشو.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي حاجي ملا محمد آخوند د دې غونډې په اوږدو کې د چارو په لا همغږۍ ټینګار وکړ او د افغانستان بانک له اړوندو آمرینو یې وغوښتل چې چارو ته د رسېدنې لپاره تر بل هر وخت ډېر پام وکړي، څو له دې لارې د درنو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او له ټولو آمرینو یې وغوښتل چې د ریاست الوزراء د عالي مقام د فرامینو، د افغانستان بانک د محترم عامل پلاوي د تصویبونو او نورو مسائلو په اړه پر وخت اجراآت تر سره کړي، نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ددې بانک اړوند ټولې شعبې او ادارې دې د ښې همغږۍ په درلودلو سره  پر خپل وخت په پوره دقت او با مسؤلیته توګه خپل کارونه ترسره کړي او د مراجعینو کارونه د له خنډ او ځنډ پرته تر سره کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې ګډونوالو د خپلو آمریتونو اړوند ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له دویم مرستیال سره شریک کړل، یو شمېر ستونزو ته حل لارې وړاندې شوې د نورو ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته