د افغانستان بانک د روڼتیا او د حساب ورکونې اصل ته ژمن دی

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۵:۱۴
د افغانستان بانک د روڼتیا او د حساب ورکونې اصل ته ژمن دی

کابل، ۱۳۹۹ د سلواغې ۷ ـ ملت ته د دولت د حساب ورکونې د پروګرام په لړ کې نن  د افغانستان بانک مسؤولینو  د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د دې بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې له ډله ایزو رسنیو او د هغوي له لارې له خلکو سره شریک کړ.

د دې کنفرانس په پیل کې د بانکونو د څارنې لوی آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د بیو د ټیکاو چې د افغانستان بانک لومړنی موخه جوړوي، د مالي نظام د ټینګښت او همدا ډول مالي او بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د اداینې د سیستمو د عصري کولو په برخو کې د افغانستان بانک د موخو، دندو او پروګرامونو په تړاو یادونه وکړه او له رسنیو سره یې هر اړخیزه معلومات شریک کړل.

ورپسې د بازار عملیاتو لوی آمر ښاغلي نجیب الله اثیر د اسعاري زېرمو، د افغانۍ د مبادلې نرخ او د لیلام د پروسې په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په تیر کال کې زمونږه اسعاري زېرمو وده درلوده او اوس مهال د افغانستان ناخالصه زېرمې ۹.۵ میلیارده امریکايي دالرو ته رسیږي چې د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښکاره کوي.

د دې کنفرانس په بله برخه کې د افغانستان بانک د اداینو لوی آمر ښاغلي میر عزیز بره کي د دې بانک د اداینیزو کړنو په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د هېواد د بانکونو ترمنځ د اداینې د سیستمونو د نښلولو پروسه په بریالیتوب سره ترسره کړي.

ښاغلي بره کي زیاته کړه چې اوس مهال د مالیې وزارت خزاین، عواید او ګمرکونه د افغانستان بانک له عصري اداینیزو سیستمونو سره نښلول شوي او خلک کولای شي د دې سیستم په کارولو سره خپلې ټولې اداینیزې معاملې په خپل وخت سره ترسره کړي.

د افغانستان بانک د اداینو لوی آمر د پیسو د چاپ او د زړو پیسو د راټولولو او د له منځه وړلو په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک هر کال په اوسط ډول ۳.۸ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه راټولوي او د پیسو له ګردښت څخه یې وباسي. ښاغلي بره کي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د مالي کال په اوږدو کې دوړو انواعیو (۱۰ – ۲۰ – ۵۰ او ۱۰۰ ) افغانیو د ۳۸۰ میلیونه قطعوبانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړه او په دې وروسیتو کې یې یو اندازه پیسې ترلاسه کړی چې تمه کیږي بازار ته عرضه او په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې کنفرانس په اوږدو کې د رسنیو د مسوولینو پوښتنو ته چې په دې پروګرام کې یې ګډون درلوده، ځوابونه وړاندې شول.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته