د افغانستان بانک د پورونو او مالي خدمتونوپه برخو کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۱۰:۱۸
1

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له لوري خلکو ته د پورونو د ورکړې او د مالي خدمتونو په برخو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست د پورونو د ورکړې په اړه د لا زیاتو آسانتیاوو او اصلاحاتو په رامنځته کولو ټينګار وکړ او په دې برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول یې د سوداګرۍ په غوړېدو او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ارزښت وړ یاد کړل.

په یاده غونډه کې چې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم په کې برخه لرلهپه چارو کې د اړوندو ادارو تر منځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

نوموړي وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو لپاره د بانکي او مالي خدمتونو په برخو کې پراخې آسانتیاوې او اصلاحات رامنځته کړي.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک یو شمېر آمرینو هم ګډون کړی وو چې د اړوندو موضوعګانو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله تر سره کړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته