د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره ولیدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۲۷
د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره ولیدل

د ۱۴۴۴ د ذوالحجةالحرام ۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې پر ګډو همکاریو، په بانکي سکتور د محدودیتونو، خصوصي سکتور د ودې، د افغانستان اسعاري زیرمو او یو شمېر اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري وویل د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلي بدري له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ او د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول د ارزښت وړ یاد کړ. نوموړي وویل د مالي مؤسسو په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کې د ملګرو ملتونو هڅې د افغانستان پر بانکي نظام باندې د بندیزونو د منفي اغېزو په کمولو کې خورا مهمې دي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه خبرې وکړې او له کنګل څخه د دې زیرمو په خلاصون کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نړۍ له افغانستان سره په ټولو برخو کې د غوره اړیکو غوښتونکې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سره مل پلاوي هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته