د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د وضعیت په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې مالي او بانکي سکتور ته وده ورکړي او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړ او پدې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه یې له راغلي پلاوي سره خبرې او د نظرونو تبادله تر سره کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 جمادي الثاني 6 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د جمادي الثاني د میاشتې په 7 نېټه (1403/09/19) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۵۳
Background image

په بانکي سکتور کې د افغانستان بانک یو کلنې لاسته راوړنې

بانکونه د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهم رول لري او کولای شي چې د هېواد اقتصاد په حرکت راولي، د افغانستان بانک ویاړي چې په افغانستان کې بانکي نظام د پرمختګ په لور روان دی.

 د افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې یو سوداګریز بانک ته د مراجعې په صورت کې له ستونزو یا ناسم چلند سره مخ شوئ، نو مهرباني وکړئ خپل شکایت مو د اړوند بانک د پېرودونکو د حقونو له برخې سره ثبت کړئ.. . .

بېرته خبرونه ته