د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د دوه نوي یمې غونډې جوړېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۴:۳۳
د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د دوه نوي یمې غونډې جوړېدل

د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) دوه نوي یمه غونډه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۷ نېټه په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د اکو سوداګرۍ او پراختیا بانک رئیس او د غړو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، ترکیې، ایران، آذربایجان او قرغیزستان) د مدیره پلاوي غړو شتون درلود.

 په یاده غونډه کې لومړی د مدیره پلاوي له لوري مخکینۍ صورت جلسه تصویب شوه او ورپسې د همدې بانک د ۲۰۲۲ زیږديز کال د بودیجې د تصویب او همدارنګه له اجنډا  سره سم د دې بانک په ځينو پالیسیو او مقرراتو کې د بدلونونو(تعدیلاتو) د راوستلو په تړاو خبرې اترې ترسره او لازمې پرېکړې‎‎‎‎‎‎‎‎‎ يې وشویې.

 د یادونې وړ ده چې دغه بانک په سيمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري آسانتیاوو د رامنځته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدارنګه د اکو سازمان تر څار لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه پرانیستل شوی دی او مرکز يې د ترکيې په استانبول کې دی.

 افغانستان په ۲۰۱۴ زیږديز کال کې د دې بانک غړیتوب ترلاسه کړی دی او په غونډو کې يې په منظم ډول ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده، څو د خپلو اړیکو د تامینولو او ښه والي لپاره د نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره فعاله ونډه ولري او د مالي او بانکي آسانتیاوو په برخه کې تر ټولو ښه او ارزښتناکه رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته