د بانکي سکتور د لا ټینګښت په موخه د بهرني تفتیش د کمپنیو له استازو سره غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۴:۲۴
د بانکي سکتور د لا ټینګښت په موخه د بهرني تفتیش د کمپنیو له استازو سره غونډه

د ۱۴۴۴ کال د ذوالقعدة الحرام ۵ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو د بهرني تفتیش کمپنیو له استازو سره د بانکي سکتور د لا ټینګښت او ټیکاو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د بانکي سکتور د فعالیتونو، د دې سکتور د بهرني تفتیش، د بهرني تفتیش له کمپنیو سره د هغمغږۍ او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د بهرني تفتیش د کمپنیو له استازو وغوښتل چې د بانکي سکتور د لا ټینګښت او ټیکاو په موخه په پوره استقلالیت سره خپلې چارې تر سره کړي او د تفتیش په چارو کې د نړیوالو اصولو او مقرراتو سره سم ټول معیارونه په پام کې ونیسي.

نوموړي له استازو وغوښتل تر څو د بهرني تفتیش کمپنۍ پر واقعیتونو ولاړ راپورونه له سوداګریزو بانکونو او د افغانستان بانک سره شریک کړي او په دې وسیله وکولای شي شته ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیالانو او د بهرني تفتیش د کمپنیو استازو ګډون درلود او د اړوندې موضوع په اړه یې د نظرونو تبادله تر سره کړه او د یادو کمپنیو استازو ته اړینې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي او پدې وسیله د هېواد مالي او بانکي سکتور د سیمې په کچه په غوره بانکي سکتور بدل کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته