د بانکي سکتور ټیکاو او ټینګښت د افغانستان بانک له کاري لومړیتوبونو څخه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د بانکي سکتور د لا ټینګښت لپاره ژمن دی او د دې نظام بیا رغونې، ټیکاو او پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي. یادو موخو ته د رسېدو لپاره دا ځل د افغانستان بانک په خوست، پکتیا او تخار ولایتونو کې د دې ولایتونو له چارواکو، سوداګریزو بانکونو له استازو، اصنافو، سوداګرو او قومي مشرانو سره د بانکي نظام د پیاوړتیا او پر دې نظام د باور جوړونې په موخه جلا جلا غونډې جوړې کړې.

په دې غونډو کې په اقتصادي رغښت کې د بانکونو په ارزښت او له مالي او بانکي نظام سره د خلکو په همکارۍ هر اړخیز بحثونه تر سره شول او د غونډې ګډونوالو له دې سکتور سره د خپلې همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مالي او بانکي سیستم پیاوړتیا او ثبات د افغانستان بانک له ملي او نړیوالو شریکانو سره د ژمنو یوه برخه ده چې پدې برخه کې زمونږ هلې ځلې دوام لري او دا لړۍ به د هېواد نورو ولایتونو ته هم و غځېږي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته