د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۲
د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د مرغومي۳۰ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک  (AIB) پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

د افغانستان بانک د هر هغه بشر دوستانه ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپل اغېزناک رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته