د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د اړیکو او بازار موندنې مدیر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د پروګرامونو د ترویج لپاره د بازار موندنې او اړیکو د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ جوړول او پلي کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د معنوي ارزښتونو د رامنځته کولو او ساتلو څارنه او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ټولې اړیکې د انسټیټیوټ له موخو او ارزښتونو سره سمون لري؛

د بېلابېلو کانالونو لکه؛ ټولنیزو رسنیو، وېبپاڼو، خبرپاڼو او خبري بیانیو لپاره د لوړ کیفیت لرونکې منځپانګې جوړول او مدیریت کول؛

د ډیجیټلي بازار موندنې لکه؛ د ټولنیزو رسنیو کمپاینونو، آنلاین تبلیغاتو او د برېښنالیک له لارې د بازار موندنې رهبري او لارښوونه کول؛

له رسنیو، دولتي ادارو، نړېوالو بنسټونو او مشتریانو سره د ادارې د رسمي اړیکو مدیریت؛

د چاپیزو، ډيجیټلي او آنلاین خپرونو (بروشرونو، وېبپاڼو، ټولنیزو شبکو او داسې نورو) مدیریت؛

د محفلونو، ورکشاپونو، کنفرانسونو او تبلیغاتي چارو ترتیب او تنظیمول؛

د پروګرامونو له مثبت رسنیز پوښښ څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره له شریکانو او ګټه اخیستونکو سره اړیکې رامنځته کول او ساتل؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د پروګرامونو، بینرونو، ورکشاپونو او نورو کړنو لپاره د بازار موندنې د کمپاینونو پلان جوړول او پلي کول؛

د پېریدونکو د اړتیاوو، د صنعت د بهیرونو او د سیالو انسټیټیوټونو د کړنو د درک کولو لپاره د بازار د شننې ترسره کول؛

د بازار موندنې کمپاینونو د کړنو تعقیب او راپور ورکول، د انسټیټیوټ د راتلونکو ستراتیژیو د جوړولو لپاره د تېرو معلوماتو او تحلیلونو کارول؛

د ځانګړو او موخه لرونکو مخاطبینو د راجذبولو لپاره د پوهاوي لوړولو او برانډ جوړونې د کمپاینونو پلي کول؛

د بازار موندنې د بودجې مدیریت او د اعظمي اغېزناکتیا لپاره د سرچینو له اغیزناک تخصیص څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د مستقیم آمر او یا واک لرونکي آمریت لخوا د نورو ورسپارل شوو اړوندو دندو ترسره کول؛

د زده کړې کچه:

د مدیریت، بشري سرچینو، عامه ادارې، عامه پالیسۍ، ادارې او سوداګرۍ، اقتصاد او حقوقو په برخو کې د لیسانس درلودل؛ او په یادو برخو کې د ماسټري سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.  

تجربه:

د ندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، له عملیاتي چارو سره بلدتیا او د دندې د محرمیت ساتل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.afبرېښنالیک ته راواستوي.

 د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

 د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies