د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ رئیس
اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵
د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: د تمدید وړ قراردادي
دندې او مسئولیتونه:
• د انسټیټیوټ د بنسټلیک پر بنسټ د عامل پلاوي ریاست او د انسټیټیوټ استازیتوب؛
• د ستراتیژیو او پرمختیایي پلانونو جوړول او پلي کول؛
• د علمي شورا د غونډو ریاست او په سمه توګه د پرېکړو له پلي کولو څخه یې څارنه کول؛
• د انسټیټیوټ د خدمتونو د وړاندې کولو څارنه؛
• د اداري او عملیاتي آمرینو په کړنو او په پروګرامونو او اړیکو باندې څارنه کول؛
• د علمي او څېړنیزو همکاریو تړونونو لاسلیک کول؛
• د کارکوونکو د جذب، ترفیع او انفکاک د کمېټو مشري کول؛
• د اړتیا په صورت کې، د انسټیټیوټ په استازیتوب د بهرنيو کاري سفرونوش ترسره کول؛
• د وړ او مناسبو کارکوونکو ستاینه او تقدیرول؛
• له ملي او نړېوالو علمي مؤسسو سره د اړیکو جوړول او پراختیا؛
• د هېواد د مالي او بانکي سکتور له اړتیاوو سره سم د ښوونیز نصاب پراختیا؛
• د روزنیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره د سرچینو له سمې کارونې څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• له کورنیو او بهرنیو سازمانونو او اشخاصو څخه د مالي او فني مرستو راجلبلول؛
• د روزنیزو او څېړنیزو چارو د لا ښه والي په موخه د اړینو کړنو ترسره کول؛
• د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله پروګرامونو د پلانونو تصویبول؛
• د انسټیټیوټ د علمي، هوساینې او روغتیا اړوند اړتیاوو پوره کولو ته پاملرنه کول؛
• د انسټیټیوټ د جواز د تصدیق او پلټنې د پروسې مدیریت کول؛
• د انسټیټیوټ د مالي، حسابدارۍ، شتمنیو او مالونو مدیریت؛
• له نظم او ډسپلین څخه ډاډ ترلاسه کول او د مناسب کاري چاپیریال برابرول؛
• د قراردادي کارکوونکو د ګمارنې اړوند کړنې.
د زده کړې کچه:
د مدیریت، بشري سرچنیو، ادارې او سوداګرۍ، جقوق او یا عامه ادارې په برخو کې د لیسانس سند درلودل او په یادو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږی.
تجربه:
د دندې اړوند (5) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، له بانکی قوانینو او مقررو سره بلدتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، له عملیاتي چارو سره بلدتیا او د دندې د محرمیت ساتل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af برېښنالیک ته راواستوي.
• د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.