د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۴۴
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ څوکیدار

اداره: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د خلاصولو او بندلو په ګډون په عمومي دروازو کې د دندې ترسره کول؛

د اشخاصو د تفکیک په پام کې نیولو سره، اړوندو شعبو ته د مراجعینو لارښوونه او نوم لیکنه؛

د مراجعینو لارښوونه کول او د انسټیټیوټ په چاپیریال کې د نظم او ډسپلین ټینګول؛

د کارتونو د وړاندې کولو په پام کې نیولو سره د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ ته د ننوتلو او وتلو پر مهال د لیدونکو ثبتول او د میلمنو د ګرځنده ټیلیفونونو او وسلو اخیستل او بیرته ورته سپارل؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ او رسمي غونډو کې د عامل پلاوي، کورنیو او بهرنیو میلمنو هرکلی کول؛

د ننوتلو او وتلو په دروازو کې د عامل پلاوي هرکلی کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ په کچه د امنیت له ټینګښت او تشریفاتو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررې سم ورسپارل کېږي؛

تجربه:

بکلوریا او نظامي حرفوي زده کړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

مهارتونه او وړتیاوې:

د دندې د محرمیت ساتل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، له مخابرې سره بلدتیا او د شکمنو اشخاصو پېژندل، له امنیتي او ارتباطي سیستمونو سره بلدتیا، د امنیتي او تشریفاتي مسایلو تحلیلول او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af برېښنالیک ته راواستوي.

د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies