د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د معلوماتو د ساتنې شنونکی (مدیریت)
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: (۸) آتم
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام ۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام ۲۰
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د کړنو د ښه والي، د اغیزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او د اړوند مدیریت د چارو د مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، او کلني کاري پلانونو په طرحه او ترتیبولو او د اړوندو تقنیني او اداري سندونو په تعدیلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• د تقنیني او اداري سندونه لکه مقرراتو، لایحو، ستراتیژیو او پلانونو ، پالیسو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو د طرحې، تسوید، تعدیل او نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په برخه کې له مستقیم مدېر سره همکاري کول؛
• د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږي درلودل؛
• د اړتیا پر بنسټ د سیاستونو، د برابرۍ (انطباق) د ابزارونو او امنیتي سیستمونو په ګډون د امنیتي سیستمونو او پروګرامونو د نصبولو او تنظیمولو مدیریت کول؛
• د امنیتي پروګرامونو او د نویو امنیتي سیاستونو د ترسره کولو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه د اړوندو برخو د امنیتي سیاست د سمون لپاره د سپارښتنو کول؛
• له امنیتي پلوه د معلوماتي تکنالوژۍ د مدیریتونو کنټرول او څارل او د سیستمونو د ساتنې په تړاو څېرنه او د کارکوونکو لپاره د امنیتي پوهاوۍ روزنه؛
• نویو نسخو ته د کارکوونکو په سیستمونو کې د انټي ویروس اپډیټ کول او د هغو د ستونزو حلول او Penetration testing په ترسره کولو کې همکاري کول؛
• د افغانستان بانک د سیستمونو څارل، د انتي ویروس لپاره د پالیسۍ ترتیبول او د هغه مدیریت کول او د واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د ارشد مدیر په نشتون کې د معلوماتو د ساتنې آرشد مدیریت د ټولو چارو ترسره کول؛
• د معلوماتو د ساتنې مدیریت د فایلونو مدیریت او ترتیبول او د اداینو سیستمونو د درې ګونو کارنونو تنظیمول؛
• د شبکې، اپلیکېشن او کارکوونکو د سیستمونو د زیانمنېدو ارزول، د ټولو سیستمونو ایوینټ لاګونو(Event log ) مرکزي کول او د هغه شنل؛
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل او په اړونده برخه کې د ماسټرۍ سند ته ترجیح ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا او په ځانګړي ډول د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې، د دندې اړوند محرمیت ساتل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.