د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۵۷
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: حقوق پوه

آمریت: د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز

ګرېډ: اتم (۸)

د خبرتیا د پیل نېټه:  ۱۴۴۷ د جمادی الاول  ۲۴

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۷ د جمادی الثانی  ۸

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د چارو د ښه‌ والي، د مؤثریت د لوړتیا او د انګېزې د رامنځته کولو په موخه د چارو مدیریت، څارنه، کنټرول او ارزونه؛

له قوانینو، مقررو، پالیسیو او کړنلارو سره سم د کنترول لاندې سرچینو، کړنو مدیریت ترڅو د کاري پلان سره سم خدمتونو وړاندې شي؛

د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونو سره سم د ترهګرۍ د تمویل او پيسو وینځلو څخه د مخنیوي اړوند پالیسو،قوانینو، مقررو، لارښودونو کې د نویو تعدیلاتو طرح کول؛

له عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیب او د اړوندو اداري او تقنیني اسنادو په ترتیبولو کې همکاري کول؛

د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې په اړه د اړوندو قضیو څېړنه او تعقیبول؛

د راپور ورکوونکو چارواکو او د فینټراکا (د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز) کارکونکو ته د حقوقی نظرونو او مشورې، بندیزونو او نړیوالو تړونونو چمتو کول؛

د نویو متحدالمالونو، مقررو او پالیسیو چمتو کول، تنظیمول او د مشورو د پلي کولو په اړه د راپور چمتو کول؛

د اداري هوکړه لیکونو، د تړونونو او تحلیلي مسلو په اړه د حقوقي نظرونو وړاندې کول له قوانینو او مقرور سره سم د ادارې د خدمتونو همغږي کول؛

د اړوند ادارې د قانوني مسودو د تنظیم په اړه په غونډو کې ګډون کول؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت د هغو طی مراحل کول؛

په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او  لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورته سپارل کېږي.

تحصیلي درجه:

په حقوقو او شرعیات په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي او انګلېسي ژبو سره بلدتیا؛

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

•  د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل؛

له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

د بانکي، مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې له قوانینو او مقررو، نړیوالو معیارونو او تړونونو سره بلدتیا؛

پر مالي معاملو او قضيو باندې د شننې وړتیا لرل؛

په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پېژندنه.

د دندې د محرمیت ساتل؛

د مرکزي بانک له دندو او موخو سره بلدتیا؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادق، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ييز کار کولو ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af وېبپاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د PDF په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies