د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۵
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

دنده: د نیمروز ولایت څارونکی

آمریت: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

ګریډ: اووم ) ۷(

د پيل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۱۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۲۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

په اړوند ولایت کې په چټکۍ سره په اغېزناکه او ګټوره توګه د زون په کچه د غیر بانکي مالي مؤسسو د چارو پرمخ وړل؛

د چارو مدیریت او په اړوند ولایت کې د آمریت د پلان په پلي کولو کې فعاله ونډه اخیستل؛

د کاري بهیر د آسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو نیول؛

د کلني پلان پر بنسټ د اړوند ولایت او ولسوالیو د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو څارنه؛

د نوو جوازونو د اخیستلو، د موقعیت بدلون، د کار د بدلون او نورو مواردو په موخه د سندونو راټولول او طی مراحل کول؛

په اړوندو چارو کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د ستونزو حل او لارښوونه؛

د څارنیز راپور چمتو کول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

د صرافۍ او پولي خدمتونو د کړنو د ترسره کولو د اړوندو قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ساحې دننه څارنو کې ګډون کول؛

د سندونو تنظیمول، په ډیټابیس کې د معلوماتو ثبتول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د ساحې دننه څارنیزو راپورونو شریکول؛

د دوره یي راپورونو ترلاسه کول او په اړوند ډیټابیس کې یې ثبتول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو لخوا جوړیږي؛

د اړوندې برخې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره یې پر ټاکلي وخت طی مراحل کول؛

د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د اړوندې برخې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛

د مسئولیتونو په محدوده کې د دندو ترسره کول او په اړوندو مسایلو کې په خپلواکه توګه د چارو ترسره کول، د پلانونو ترتیبول، تنظیمول، بیاکتنه او پلي کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړو کچه:

په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس درلودل.

تجربه:

د دندې اړوند (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د دندې د محرمیت ساتل؛

له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

د مدیریتي مهارتونو درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

.د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي

Related VacanciesShow all

Back to vacancies