د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د نړیوالو اړیکو ارشد آفیسر
آمریت: د ریاست د دفتر لوی آمریت
گرېډ: اووم (۷)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۸
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د رجب المرجب ۴
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د مستقیم مدیر سره په موافقه د نړیوالو اړیکو مدیریت له لورې د کاري دستورونو او لارښودونو پلي کول؛
• د افغانستان بانک د عامل پلاوي د غړو او کارکوونکو د رسمي سفرونو په برخه کې د پروتوکول مدیریت سره همغږي؛
• د مستقیم مدیر سره په موافقه د نړیوالو ادارو سره د بلنلیکونو د موضوعاتو تعقیبول؛
• د مستقیم مدیر سره په موافقه د اړوندو څانګو سره د نړیوالو اړیکو په موضوعاتو کې همکاري او همغږي؛
• د نړیوالو اړیکو د مدیر په نشتون کې د مسؤولیتونو او اړوندو کاري چارو اجراء او پرمخ وړل؛
• د مستقیم مدیر په موافقه بهرنیو هېوادونو ته د مناسبتي پیغامونو لیکل؛
• د داخلي مناسبتونو مهالویش چمتو کول او د مستقیم مدیر سره په موافقه یې بهرنیو ادارو ته استول؛
• د نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو اړوند ټولو اسنادو او دوسیو راټولول او تنظیم؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل، تعقیب او د دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د هغوی طی مراحل ترسره کول؛
• په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیب او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د انګلیسي ادبیاتو، عامه اړیکو، حقوق او ژورنالیزم په برخو کې د لیسانس درلودل.
تجربه:
• د دندې اړوند (۲) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د هیواد د رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
• د افغانستان بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل
• د دندې د محرمیت ساتل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.