د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۳۹
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د فوټوګرافر آفیسر

آمریت: د ریاست د دفتر لوی آمریت

گرېډ: شپږم (۶)

د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۸

د پای نېټه: ۱۴۴۸ د رجب المرجب ۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د اړتیا وړ پروګرامونو مدیریت، ترتیب او تنظیم او د فوټو ژورنالیست ارشد آفیسر په غیاب کې د چارو پرمخ وړل؛

• د بانک د مجلې، ویبپاڼې، انځوریزو رسالو، کال هندارې او ټولنیزو رسنیو لپاره د عکاسۍ چارو پرمخ وړل؛

• د عامه پوهاوي ویډیویي کلیپونو کې د استفادې په موخه د افغانۍ د ترویج، اسلامي بانکوالۍ، اداینیزو سیستمونو، د افغانستان بانک د پولي سیاستونو او نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه د خلکو د نظرونو ترلاسه کولو لپاره عکاسي، فلمبرداري او د ویډیويي مرکو ثبت کول؛

• په مسلکي توګه د افغانستان بانک د مطبوعاتي کنفرانسونو او رسمي غونډو پوښښ؛

• د اړتیا په صورت کې د کارونې لپاره د افغانستان بانک د خپرنیز آرشیف لپاره د فلمبردارۍ د چارو پرمخ وړل؛

• د بانک د میاشتني مجلې له لارې د خپراوي لپاره د موضوع د منځپانګې سره سم د انځورونو چمتو کول؛

• د خپرنیزو موادو د آرشیف کولو او د بانک په ټولنیزو شبکو کې د هغوی د کارونې لپاره د مرکو یا د بانک د مطبوعاتي کنفرانسونو په جریان کې اخیستل شوو ویډیویي کلیپونو ایډیټول؛

• په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتیب او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.Top of Form

د زده کړې درجه:

• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ، عکاسۍ او ژورنالیزم په برخو کې د لیسانس درلودل.

 تجربه:

• د دندې اړوند (۲) کاله کاري تجربه درلودل.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د هیواد د رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا

• د عکاسۍ او فلمبردارۍ د موضوعاتو او د ټولنیزو خپرنیزو موضوعاتو د پوهاوي او درک ځواک درلودل

• د پریمیر پروګرام څخه په استفادې د فلم د ایډیټ وړتیا درلودل

• د کانون او نیکن کمرو په کارونه او د تلویزیونونو څخه د مرکو په انالوګوکپچر کولو کې د مهارت درلودل

• د مستند فلمونو په جوړولو کې د مهارت درلودل

• د مدیریتي مهارتونو درلودل

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت

• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

• د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا

• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل

• د افغانستان بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل

• د دندې د محرمیت ساتل

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies