د تش پُست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان : د جنرال لیجر مدیر
آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت
گریډ: اتم (۸) گریډ
د پیل نېټه: ۱۴ربیع الاول ۱۴۴۶
د پای نېټه: ۲۸ربیع الاول ۱۴۴۶
د ګمارنې ډول : دایمي
دندې او مسؤلیتونه
• د اړوندو کارکوونکو د کړنو اداره، رهبري، څارنه او کنټرول، د کړنو د ښه والي په موخه د انګیزې رامنځته کول، د کار د اغیزمنتوب زیاتول؛
• د ادارې او تقنینې سندونو لکه کاری کړنلارو، د مالي او محاسبې د لوی آمریت فورمونو، د کارکوونکو د دندو لایحو، پالیسیو، پلانونو، ستراتیژیو، لایحو او مقررو په سمولو، تسویدولو، طرحه کولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره مرسته کول؛
• د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو ټینګښت؛
• د مالي او محاسبې لوی آمریت په Charts of Account کې د شته حسابونو ردیف بندي او تنظیم؛
• له اړوندو برخو سره په همغږۍ او هوکړه د اړتیا وړ حسابونو پرانستل؛
• له اړوندو برخو سره په همغږۍ او هوکړه د ورته ماهیت او ډول لرونکو حسابونو د جوړولو مخنیوی کول؛
• د غیر فعاله حسابونو د بندولو په موخه هر اړخیزه بیا کتنه او څیړنه کول؛
• په حسابونو کې د تعدیلونو تعقیبول او له اړوندو مدیریتونو سره مشوره کول؛
• د عمومي او فرعي حسابونو کتنه او په حسابونو کې د بدلون او تعدیل په اړه اقدام کول؛
• د شعبې له کاري ماهیت سره سم د سندونو د ترتیب او ساتنې په موخه د منظم اداري میکانیزم رامنځته کول؛
• د مالي او محاسبې لوی آمریت د Charts of Account په جوړښت کې د افغانستان بانک اړوند د شته پالیسیو، کړنلارو او ستراتیژیو او د نړېوالې محاسبې د معیارونو پلي کول ؛
• له معیارونو او قانون سره سم په پرله پسې توګه د Charts of Account بیا کتنه او تازه کول؛
• له اړوندو برخو سره په همغږۍ د مالي او محاسبې د لوی آمریت د کړنلارې توحید او تنظیمول؛
• د مالي راپورونو د تریبولو په برخه کې د راپور ورکونې له مدیریت سره هر اړخیزه مرسته کول؛
• له دنني کنټرول څخه څارنه کول او په اړه یې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته راپور ورکول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې له لایحې او مقررې سره سم د کړنلارو، تګلارو او د لوړ مقام د لارښوونو پر بنسټ ورسپارل کېږي.
د زده کړو درجه (کچه) : لږ تر لږه په اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، د سوداګرۍ مدیریت، عامه اداره او محاسبه کې د لیسانس درلودل، ACCA او په پورتنیو برخو کې د ماسترۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه: لږ تر لږه د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا؛
• د کمپیوټري پروګرامونو په اړه د اړینو مهارتونو درلودل؛
• د محاسبې او بانک له سیستمونو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل ؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛
• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د کاري مسؤلیت او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندلو د پوهې درلودل؛
• د بانکي عملیاتو له چارو سره بلدتیا؛
• د دندې د محرمیت ساتل؛
شخصي صفتونه او ارزښتونه
شخص باید ريښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، با ډسپلینه، وخت او دندې ته بشپړ پابند، ډله ایز کار ته لېواله، مسؤلیت منونکی، تصمیم نېوونکی او په کاري برخه کې مسلکي وي.
اشارې:
• مینه وال کولای شي لومړی د Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې یوزر جوړ کړي او وروسته د خپلې خوښې پُست وټاکي او غوښتل شوي سندونه د PDF په بڼه آپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو په موخه یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نېول کیږي.
• د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.