د جنوب ختیځ زون د صرافیو او پولي خدمتونو  شرکتونو د مسئولینو لپاره ښونیز پروګرام جوړ شو

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۴:۴۹
د جنوب ختیځ زون د صرافیو او پولي خدمتونو  شرکتونو د مسئولینو لپاره ښونیز پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د کړنو د ښه والي په موخه د یادو شرکتونو د ۱۱۴ تنو کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو. دا پروګرام د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۶ مه، ۱۲ مه او ۱۳ مه نېټه په جنوب ختیځ زون کې تر سره شو.  په دې زون کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونه شامل دي.

په دې ښونیزه برنامه کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو د رعایتولو، د پېردودونکو د پېژندنې، د لویو شکمنو نغدي معاملو د راپور ورکونې د څرنګوالي، د بندیزونو د لیست د پلي کولو، د پېرودونکو پر معاملو د څارنې او خطرونو د ارزونې او د هېواد په اقتصاد کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د خطرونو او پایلو په تړاو معلومات ورکړل شول.

همدارنګه په دې پروګرام کې د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو د ونډه لرونکو، د نظار پلاوي او عامل پلاوي (عملیاتي مسئولینو)، د مالي صورت حسابونو (بیلانس شیټ او د ګټې او زیان صورت حسابونو) د ترتیب د څرنګوالي، د شرکتونو د شتمنیو، پوراینو او پانګې د ثبتولو، د معاملو د ثبتولو لپاره د سیستم کارولو او د یو هراړخیزه سیستم د معیارونو او د پرمخ بېولو ترڅنګ د یادو شرکتونو د مدیریت او اداره کولو په تړاو هم د دې ښونیز پروګرام ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

باید یادونه وشي چې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د مسئولینو لپاره د افغانستان بانک له لوري د دې ډول ښونیزو پروګرامونو لړۍ دوام لري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته