د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان بانک له عمومي رئیس سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۵۵
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان بانک له عمومي رئیس سره ولیدل

د رياست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال (دوشنبه، د غبرګولي ۲۲ مه) د افغانستان بانک له عمومي رئیس ښاغلي هدایت الله بدري سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء کفیل ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.

 د ښاغلي بدري په خبره، له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه امضاء شوي چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د شخصي بانکونو چارې هم پر ښه لوري روانې دي او د خلکو باور پرې زیات شوی دی.

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسوولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د افغانۍ ارزښت ساتلو برخه مو کاري لومړیتوب وګرځوئ او همداشان پولي سیاستونه له میعارونو سره سم په تخصصي ډول مخکې بوځئ.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا او وده اړینه اړتیا ده چې باید ډېر پام ورته وشي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته