د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۶:۳۰
د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۱۶ مه– د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانۍ د ارزښت ساتنې، د افغانستان بانک له لوري د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او صرافانو پر فعالیتونو د څارنې، جوازونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د افغانستان بانک لومړي او دویم مرستیال په یاده غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ژمن دی او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک به له ټولو ممکنه لارو هڅه وکړي چې د افغانیو ارزښت وساتي، د افغانستان بانک رهبري پلاوي صرافانو ته لارښوونه وکړه چې د افغانیو د ارزښت ساتنې په برخه کې له دافغانستان بانک سره همکار و اوسي.

د صرافانو ټولنې استازو هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به خپل مسئولیت ادا کړي او د افغانۍ د ارزښت ساتنې په برخه کې به مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال سربېره د دې بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد، د دې بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو او د صرافانو د ټولنې استازو  هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته