د مرکزي احصائې له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۱۶:۲۰
د مرکزي احصائې له استازو سره غونډه

۱۴۴۳ ذوالحجه ۱۷ مه – د افغانستان بانک د ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي پر مشرۍ د مرکزي احصائې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې په ټول هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزو احصایو پر عمومي وده او پراختیا، د پلانونو  پر انسجام، د سوداګریزو، صنعتي، مالي، ټولنیزو، اقتصادي او چاپیریالي فعالیتونو د چارو او د عامو خلکو وضعیت پورې اړوند قضیو کې د احصایوي معلوماتو راټولولو، یو ځای کولو، تحلیل او خپرولو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول.

د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی ژمن دی چې د درنو هیوادوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته