د ملي پروژو د تطبیق لپاره د غوره بانکي خدمتونو پر برابرولو د افغانستان بانک د سرپرست ټینګار

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۶:۲۸
د ملي پروژو د تطبیق لپاره د غوره بانکي خدمتونو پر برابرولو د افغانستان بانک د سرپرست ټینګار

۱۴۴۵ جمادي الاول ۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د سالنګ تونل د رغونې له چارو لیدنه وکړه او د ملي پروژو په تطبیق کې یې د لازمو بانکي آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په هېواد کې د دې ډول لویو او ملي پروژو پر پلي کولو خوښي وښوده او یادونه یې وکړه چې په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته ډېر شمېر ملي پروژې پیل شوې دي او په دولتي چوکاټ کې ټولې ادارې په خپلو اړوندو برخو کې د دې ډول پروژو د تطبیق لپاره په پوره ژمنتیا کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته