د هېواد د بانکي نظام د ټینګښت او ښه والي لپاره هڅې
۱۴۰۰ د تلې ۳ مه – د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د افغانستان بانکپه مرکزي دفتر کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي عبدالقاهر ( محمد ادریس) په ګډون د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د چارو د لا همغږۍ، بانکي نظام د غښتلتیا او ټینګښتلپاره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د پیسو د لېږد یا (TT) او یو شمېر نورو بانکي موضوعګانو په اړه د افغانستان بانک، د افغانستان د بانکونو د ټولنې او سوداګریزو بانکونو د استازو نظرونه او وړانديزونه وارویدل او په دې برخه کې یې له دوی سره په حل لارو هر اړخیزې خبرې اترې تر سره کړې.
د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو په خپل وار سره په مالي او بانکي برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي حنفي سره شریک کړل او نوموړي ژمنه وکړه چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې به د دوی ستونزو ته حل لارې ولټول شي.
ښاغلي حنفي د سوداګریزو بانکونو استازو ته د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د بانکي نظام ټینګښت، پراختیا او د هېواد اقتصادي څرخ ګرځول زمونږ لپاره د ارزښت وړ دي او په دې برخه کې یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنعت د محترم وزارت سرپرست سربېره د مالیې د محترم وزارت د ګمرکونو معین، د مالیې د محترم وزارت ستر سلاکار او سوداګریزو بانکونو یو شمېر استازو هم ګډون کړی وو.