د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۴۱
د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

۱۴۰۰ د وږي ۲۴ مه – د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو  له ځایونو یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه شوې وې چې د ا.ا.ا د مسئولینو له لوري، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

د دې پیسو کچه ۱۲۳۶۸۲۴۶ دولس میلیونه درې سوه اته شپېته زره دوه سوه او شپږ څلوېښت امریکایي ډالرو ته رسېږي او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم په کې شته چې ډېری برخه یې د امرالله صالح له ځایه تر لاسه شوي دي او د افغانستان بانک ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان بانک ته د یادو نغدو پیسو د سپارلو پر مهال یادونه وکړه چې دوی په هره برخه کې روڼتیا ته ژمن دي او له همدې کبله یې د یادو چارواکو نغدې پیسې د افغانستان بانک خزانې ته سپارلې دي.

یاده کچه پیسې د افغانستان د پخواني نظام د لوړپوړو چارواکو ښاغلي امرالله صالح او د ملي امنیت د ځایونو او راپورونو په ترڅ کې تر لاسه شوې دي چې په نغدي ډول یې ساتلې وې، خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی دا دومره زیاتې پیسې له کومې لارې تر لاسه کړې او ولې یې ساتلې وې.

د افغانستان اسلامي امارت روڼتیا ته ژمن دی او د پخوانیو متبارزو سیاسي څېرو له ځایونو تر لاسه شوې نغدې پیسې ملي خزانې ته سپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته