د پیسو د لېږد (TT) په اړه درېیمه غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۶ - ۱۶:۵۱
د پیسو د لېږد (TT) په اړه درېیمه غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د پیسو د لېږد (TT)په اړه د غونډو پر دوام چې د افغانستان بانک او د مالیې په محترم وزارت کې جوړې شوې وې، نن د تلې د میاشتې پر ۶ نېټه درېیمه غوڼده جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د مرستیالانو سربېره د مالیې ښاغلي وزیر او د سوداګرۍ او صنعت ښاغلي وزیر او د افغانستان بانک د اړوندو برخو آمرینو هم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې هغه طرحه چې په فعلي شرایطو کې په افغانستان کې د نړیوالو پولي انتقالاتو لپاره جوړه شوې وه د تائید وړ وګرځېده.سوداګریز بانکونه د دې طرحې تر تائید وروسته کولای شي په یاده طرحه کې د ذکر شویو شرایطو په نظر کې نیولو سره د پیسو د لېږد (TT) چارې تر سره کړي.

د یادې غونډې په اوږدو کې په هېواد کې د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سوداګرو او پانګه‌والو سره د لومړنیو او طبي توکو، سونګ توکو، بهداشتي موادو، د صنعتي تولیداتو د لومړنیو موادو، د برېښنا پیسې، مخابراتي توکو، خدمتونو او ترانسپورتي اړتیاوو، له سیستمونو څخه د ساتنې او مراقبت او نور د اړتیا وړ توکي چې د افغانستان بانک له لوري تشخیص کېږي تر بحث او د نظرونو تر تبادلو وروسته دا طرحه د تائید وړ وګرځېده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته