د پیسو وینځلو او د نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۲:۳۱
د پیسو وینځلو او د نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې غونډه

 د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عواید د مخنیوي قانون د څلور دېرشمې مادې پر بنسټ د پیسو وینځلو او نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې دویمه غونډه د نهو دولتی ادارو د استازو په گډون  تر سره شوه.

یاده غونډه د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رؤفی په مشرۍ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۳ نېټه د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز دفتر کې جوړه شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سر کې ښاغلي روُفی د کاري کمېټې د رامنځ ته کېدو اساس او موخې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د احکامو تعمیل، نړیوال منل شوي ستندردونه، د همغږۍ عالي کمیسیون د پرېکړو لا ښه پلي کول یاد کړل.

تر هغې وروسته د غونډې ګډونوالو د خپلو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره کړه، ګډونوالو د دې ډول غونډو جوړېدل د ارزښت وړ یاد کړل او یادونه یې وکړه چې دا ډول غونډې په چارو کې د همغږۍ  او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې مرسته کولای شي.

همدارنګه له اجنډا سره سم ښاغلي  روُفی د پیسو وینځلو د ملي ګواښونو د ارزونې او د عمل پلان په اړه د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د یادې ارزونې د بهیر پیل، د زیانونو تشخیص او د را پیدا شوو نیمګرتیاوو د لیرې کولو لپاره یې د عمل پلان په اړه مفصل بحث وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې له ګډونوالو سره د معلوماتو تر شریکولو وروسته ټولو ګډونوالو د عمل پلان د پلي کېدو د څرنګوالي او پدې برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته