د چارو د همغږۍ او کړنو د اصلاحاتو غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۵:۲۳
د چارو د همغږۍ او کړنو د اصلاحاتو غونډه

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۸ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د چارو د همغږۍ او کړنو کې د اصلاحاتو غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په چارو کې همغږي او په کړنو کې اصلاحات د ډېر ارزښت وړ یاد کړل او زیاته یې کړه چې ګډې موخې ته د رسېدو لپاره باید یاد ټکي په نظر کې ونیول شي.

نوموړي د افغانستان بانک له کارکوونکو و غوښتل چې خپل مسئولیتونه چی تاسو یی دالله تعالی اوملت په وړاندی لرۍ په پوره صداقت او روڼتیا سره تر سره کړي او له دې لارې د خلکو او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د دعوت او ارشاد آمریت آمر اوهمکارانوهم ګډون درلود نوموړی دافغانستان بانک کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې مونږ او تاسو ته لوی مسئولیتونه راسپارل شوی دی دغه مسؤلیتونه باید په پوره اخلاص اوامانت داری سرته ورسوو اوخپل صورت اوسیرت باید دشریعت مطهره سره برابر کړو،دیادی غونډی په پای کی دافغانستان بانک دریاست دفتر لوی آمر صدیق الله خالد زیاته کړه ټول کارکونکی باید دظاهر اوباطن په جوړولو سره خپل کارونه په شفافه اومنظمه توګه انجام کړی.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته