د افغانستان بانک سرپرست رییس د افغانستان لپاره د ناروې هیواد شارژدافیر سره ولیدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۲:۲۸
د افغانستان بانک سرپرست رییس د افغانستان لپاره د ناروې هیواد شارژدافیر سره ولیدل

۱۴۴۵ د محرم الحرام ۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئيس ښاغلي هدایت الله بدري د ناروی هېواد له شارژدافیر ښاغلي پال کلومین بیکین او مل پلاوي سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ناروی هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړې کولو او د افغانستان د اقتصادي ودې، ثبات او سوکالۍ لپاره د ګډو هڅو او ژمنتیا په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

 باید وویل شي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو همکاریو ټینګار وشو او په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې همکاري د ارزښت وړ یاده شوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې له ټولو نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او دې اړیکو ته پراختیا ورکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته