د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د وضعیت په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې مالي او بانکي سکتور ته وده ورکړي او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړ او پدې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه یې له راغلي پلاوي سره خبرې او د نظرونو تبادله تر سره کړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته