د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل
د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې حکم د پلي کولو په هدف، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیقالله خالد په مشرۍ ځانګړې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ګډون درلود. غونډه د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه وه.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپلو خبرو کې وویل، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د ادارې د مؤثریت مخه نیسي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، ترڅو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېزناکتیا لوړه شي.
ښاغلي خالد زیاته کړه، چې د افغانستان بانک باید د خپلو ټولو اړوندو آمریتونو او څانګو له لارې دا پرېکړه جدي عملي کړي، اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.
په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی ریاست لهخوا د تطبیق لپاره د افغانستان بانک ته را استول شوې ده، او ټول وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د ټاکل شوې کمېټې له لارښوونو سره سم خپلې پروسې ساده او معیاري کړي.
