د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د توکو د تدارک ارشد مدیر
آمریت: د تدارکاتو لوی آمریت
گریډ: نهم)۹(
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د صفر المظفر ۲۸
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الاول ۱۳
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د چارو د ښه والي او د کاري اغېزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د تقنیني او اداري اسنادو لکه مقرراتو، لایحو، پلانونو، ستراتېژیو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او د تدارکاتو لوی آمریت د فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛
• د کاري بهیر د آسانتیا په موخه په ځانګړې توګه د تدارکاتو په برخه کې له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د میاشتنیو، ربعوار او کلنیو راپورونو راټولول او یوځای کول او مستقیم مدیر ته د هغې لیږل؛
• د معیاري شرطپاڼې چمتو کول، د پروژو د اعلان او د آفر پرانیستلو او اروزنې پلاوي د ټاکنې په موخه د وړاندیز ترتیبول او د اړینو اسنادو تنظیمول؛
• د اړینو تعدیلاتو او وضاحت ترتیبول او داوطلبانو ته د هغې صادرول؛
• د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د داوطلبۍ وړاندې د غونډو جوړول او د آفر پرانیستل؛
• د داوطلبۍ وړاندې د غونډو جوړول او تنظیم، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د ملي تدارکاتو د ادارې د متحد المالونو له مخې د واحدې سرچینې په پروژو کې د مالي مذاکرې ترسره کول؛
• د پلاني او غیر پلاني بېړنیو پروژو تطبیق او بشپړول؛
• د ارزونې د غونډو جوړول او د ارزونې راپور ترتیبول او اړوندې مرجع ته د ګټونکي شرکت د اسنادو تائیدي او د مقام له لارې د هغې تائیدول؛
• د قرارداد ورکړې د پرېکړې د خبرتیا ترتیبول او چمتو کول او همدارنګه د ټولو پلاني او غیر پلاني پروژو د داوطلبانو اعتراضونو ته رسېدنه؛
• د قراردادونو د مسودې ترتیبول او حقوقي مشاوریت ته د تائید او ګټونکي داوطلب ته د لاسلیک په موخه د هغې لېږل؛
• د آفر د منلو د لیک ترتیبول، د حسن اجراء د تضمین تائیدي او ګټونکي شرکت، اړمنې شعبې او د قراردادونو مدیریت ته د قرارداد لېږل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
د اقتصاد، عامه ادارې، اداره او سوداګرۍ، حقوق او عامه پالیسۍ په برخه کې د لیسانس درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
د دندې اړوند څلور (۴) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
• له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا
• د عامه تدارکاتو قانون او کړنلارې او د افغانستان بانک له قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
• د دندې د محرمیت ساتل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.