د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

په اوسنیو شرایطو کې یو له هغو موضوعاتو څخه چې یوې ادارې ته زیات ارزښت ورکوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ کارونه ده. په دې وروستیو کلونو کې، هېوادوالو ته د بانکونو له لارې د خدمتونو وړاندې کولو د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس مهال ډېری بانکونه پر دې پوه شوي دي چې د کیفیت لرونکو، چټکو، دقیقو او کم لګښت لرونکو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا او کیفیت د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارونې له کچې سره تړاو لري.

په تیره لسیزه کې، بانکي عملیاتو د محاسباتي او مکالماتي پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره د پام وړ پراختیا موندلې ده. زموږ هېواد وال اوس مهال د انټرنیټ له لارې د معاملو په ترسره کولو، د اړیکو په ټینګولو او د معلوماتو په ترلاسه کولو سره د پام وړ ګټه ترلاسه کوي. د یادونې وړ ده چې دا وروستی کار نه دی بلکې معلوماتو ته د لاسرسي او په لوړه کچه له بانکي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د بهیر د آسانتیا لپاره به د خلکو غوښتنې دوام ولري. د دې پرمختګ په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت هڅه کړې ده چې د ټکنالوژیکي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د محاسبې چارې چټکې، رڼې او ډاډمنې کړي او په ورته وخت کې د کارکوونکو د کاري چارو د ترسره کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

لید لوری

د معلوماتي تکنالوژۍ آمریت د تکنالوژیکي پرمختګ او نوښتونو د غوره کولو د حق په پروسه کې د ګډون له لارې د افغانستان بانک د موخو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلې رهبرۍ رول ته ژمن دی.

موخې

د پېریدونکي خدمتونو د مرکز موډل، ستراتیژۍ او برېښنايي مدیریت له لارې کارکوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، د سیمي د هېوادونو په کچه د ودې د بهیر د چټکتیا لپاره د معلوماتي او مکالماتي ټکنالوژۍ د مناسب ظرفیت ترڅنګ د افغانستان بانک د عمده کاري اړتیاوو په ملاتړ باندې تمرکز، له ټولو مدیریتونو/ آمریتونو او بهرنیو غړو بانکونو سره ګډې هڅې او همکاري، د افغانستان بانک له ستراتیژیکو لارښودنو او لید لورو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې ستراتیژیکه پانګونه، د معلوماتي ټکنالوژۍ د پانګونو د مطلوب ارزښت ترلاسه کولو په موخه د اپلیکېشنونو تنظیم او همغږي کول او له قانوني مکلفیتونو سره سم د خوندي او ځواب ویونکو معلوماتو مدیریت، د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی آمریت موخې جوړوي.

ماموریت

د ټکنالوژیکي ظرفیت، تخصص او خدمتونو وړاندې کول د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی آمریت ماموریت جوړوي چې په پلي کېدو سره به یې بانکي سکتور او د افغانستان بانک د پام وړ وده وکړي. د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د خپلو وړ او ژمنو کارکوونکو په مرسته پېریدونکو او د بانک کارکوونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کوي. په همدې توګه، دا آمریت د خپل بنسټیز لید لوري سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له ټکنالوژیکي حل لارو، د معلوماتو د امنیت او له دوامدارې پرمختیا څخه ډاډ ترلاسه کوي. د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت ژمن دی چې د لاندنیو ټکو له لارې خپل ماموریت ته ورسیږي:

د ټکنالوژۍ د کاروونکو پر غوښتنو او د دوی پر اړتیاوو باندې تمرکز او د هغو فرصتونو وړاندې کول چې د دوی او د افغانستان بانک اړتیاوې پوره کړای شي.

د تکنالوژۍ د کاروونکو پر غوښتنو او د دوی پر اړتیاوو باندې تمرکز او د هغو فرصتونو وړاندې کول چې د دوی او د افغانستان بانک اړتیاوې پوره کړای شي.

د ټکنالوژیکي سرچینو د تطبیق او کارولو له څرنګوالي او په کاري بهیر کې د هغوی د اغېزو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي د کچې لوړول؛

د کیفیت لرونکو، د باور د وړ او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کول؛

د منل شویو ټکنالوژیکي میتودونو په کارولو سره د افغانستان بانک د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له کارکوونکو سره همکاري؛

د ټکنالوژیکي محصولاتو بدلونونو ته پر وخت رسېدنه او د قانون له موادو سره سم د احتمالي ننګونو حلول.

لید لوری

د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت د ټکنالوژیکي پرمختګ او نوښت د غوره والي د حق په پروسه کې د ګډون له لارې د افغانستان بانک د موخو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلې رهبرۍ رول ته ژمن دی.

جوړښت

د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت درې مرستیالیتونه او لاندې مدیریتونه لري.

د معلوماتو د ساتنې مدیریت، د شبکې د زیربناء مدیریت، د اپلیکېشن مدیریت، د پوستکالي د پراختیا مدیریت، د ترمیماتو مدیریت، د ډیټابیس مدیریت، د سویفټ مدیریت، د برېښنالیکونو د اداره کولو مدیریت، د سیستم اداره کولو مدیریت، د CBS یوزرونو اداره کوونکی مدیریت، د مرستې میز مدیریت او د امنیتي کمرو مدیریت.