د حقوقي مشاوریت دفتر
د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شوی دی. دا دفتر د تقنیني سندونو د تسویدولو په ګډون د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په اړه اړینې مشورې او لارښوونې، د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني سندونو حذفول یا همغږي کول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې ګډون (که چېرې دا غونډې د افغانستان بانک حقوقي موضوعات او مسوولیتونه رانغاړي) د دې آمریت له مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي.
جوړښت
د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په خپل جوړښت کې یو آمر او یو مرستیال لري، چې تر کنټرول لاندې یې د قوانینو او مقرراتو د تسوید، د تقنیني او اداري سندونو د مشورو ورکولو، د انفرادي موضوعاتو، قراردادونو او عالي شورا د غونډو د همغږۍ ارشد مدیریتونه شامل دي.
د قوانینو او مقرراتو د تسوید ارشد مدیریت
د نړیوالو معیارونو او د نړیوال بانک او نورو ملي او نړیوالو ادارو له غوښتونو سره سم د افغانستان بانک د تقنیني سندونو طرحه او تعدیلول، د افغانستان بانک په اړوندو قوانینو او مقرراتو کې د تعدیل، بدلون او زیاتونې په اړه د افغانستان بانک د شعبو، اړوندو دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو د نظرونو راټولول او د بانکوالۍ سیستم د قوانینو او مقررو په اړه د افغانستان بانک او عدلیې وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګول د دې مدیریت له دندو څخه شمېرل کیږي.
د تقنیني او اداري سندونو د مشورې ورکولو ارشد مدیریت
دا مدیریت د قوانینو، مقررو او لوایحو پر بنسټ د بانک د قراردادونو، تګلارو، بنسټ لیک (اساسنامې) او نورو حقوقي سندونو په برخو کې د حقوقي مشورو او نظرونو د وړاندې کولو مسئولیت په غاړه لري. همدا ډول دا مدیریت عالي شورا، عامل پلاوي، د افغانستان بانک آمریتونو، سوداګریزو بانکونو، صرافانو او حواله لرونکو او نورو مالي ادارو ته د اړوندو قوانینو او مقرراتو د پلي کولو په اړه حقوقي مشورې او لارښوونې وړاندې کوي.
د قراردادونو او انفرادي مسایلو د برخې د سلاکار ارشد مدیریت
د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم د قراردادونو بیا کتنه او په اړه یې د حقوقي نظر وړاندې کونه او همدارنګه د ریاست مقام له لارښوونې سره سم یې بیا کتنه، څارنه او ارزونه د دې مدیریت له مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي.
د عالي شورا د غونډو همغږي کوونکی مدیریت
د ریاست مقام د لارښوونې پر بنسټ د عالي شورا د غونډو د نېټې ټاکل، د عالي شورا په اجنډا کې د موضوعاتو د زیاتولو لپاره د افغانستان بانک ټولو آمریتونو ته د متحد المال مکتوب لیږل، همدرنګه د قدر وړ مقام د هوکړې پر بنسټ د عالي شورا د بحث وړ (اجنډا) د موضوعاتو ترتیبول او د عالي شورا له غړو سره یې شریکول، د عالي شورا په تصویبونو کې د شورا غړو د لاسیکونو ترلاسه کول، د افغانستان بانک آمریتونو ته د عالي شورا د تصویبونو لیږل او داسې نور موارد د دې مدیریت له دندو څخه دي.
عمومي اجرائیه
د واردې په کتاب کې د ټولو هغو سندونو چې د افغانستان بانک له آمریتونو او یا بهرنیو ادارو څخه حقوقي مشاوریت دفتر ته رالېږل کیږي، ثبتول، سکن کول او اړوندو برخو ته یې د رسمي برېښنالیک له لارې لېږل، آمریتونو ته د لېږلو لپاره د صادرې په کتاب کې د مکتوبونو ثبتول او اړوندو آمریتونو ته د برېښنالیک له لارې د غونډو د یاددښت (مینوټ) لیږل، د حقوقي چارو د آمریت د دې برخې د دندو له ډلې څخه دي.