د پولي سیاست اړیکې

۱۰۵ ماده – د پولي سیاست په اړه راپور ورکونه

۱۰۵.۱ هر کله چې د خالصه اسعاري زېرمو وضعیت د افغانستان بانک په ټولو حسابونو کې د اوو ورځو(۷ ) په اوږدو کې له ۲۰ سلنې څخه زیات کموالی ومومي، په دې صورت کې د افغانستان بانک باید په لیکلي بڼه د افغانستان ولسمشر او د مالیې وزیر ته راپور وړاندې کړي.

۱۰۴.۲ د افغانستان بانک باید په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل د پالیسۍ اظهار لیک چې لاندې موارد راونغاړي، خپور او د افغانستان پارلمان ته وړاندې کړي:  

۱) د پولي سیاستونو په اړه د دلیلونو شرح او روښانه کول چې باید په راتلونکي شپږ میاشتنۍ دوره کې د افغانستان بانک لخوا تعقیب شي؛

۲) د هغه اصولو شرح کول چې د افغانستان بانک لخوا وړاندیزیږي څو د دوو راتلونکو کلونو په اوږدو یا اوږد مهاله دوره کې د پولي سیاست د تر لاس لاندې نیولو او اجراء کولو په بهیر کې تعقیب شي.

۳) د افغانستان بانک د پولي سیاست د ترلاس لاندې نیولو او اجراء کولو د بهیر بیاکتنه او ارزونه په هغه دوره کې چې د مخکینۍ شپږ میاشتنۍ پالیسۍ اظهار لیک په هغه پورې اړوندیږي.

د پولي سیاست پریکړې د کال په اوږدو کې په هره ربعه کې څلور ځلې د پولي سیاست د کمېټې د غړو له غونډو وروسته خپریږي. دا پریکړې د اقتصادي شرایطو لنډه شننه او څېړنه او د پولي سیاست معقولې پریکړې چې د پولي سیاست د بنسټیزې موخې لکه؛ په افغانستان کې د بیو ټیکاو د ترلاسه کولو په موخه تر لاس لاندې نیول کیږي، رانغاړي.

د افغانستان بانک د خپل پولي سیاست د وضعیت په اړه په ټولیزه توګه د ویب پاڼو او د ټولنیزو شبکو له لارې خبر رسونه کوي. لوی رئیس معمولاً د پولي سیاست د کمیټې له هرې غونډې وروسته یو مطبوعاتی کنفرانس راغواړي څو د پریکړو او خبرپاڼو د خپرولو ترڅنګ د ویب پاڼو او د پولي سیاست د وضعیت له څرنګوالي رسنۍ خبرې کړي. د پولي سیاست او د هغه د روڼتیا په اړه د خبر رسوونې د ښه والي په موخه، د افغانستان بانک همدا ډول د پولي سیاست د کمېټې د غونډو یادداښتونه په ویبپاڼه کې خپروي.

سربېره پر دې، د مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک او په ځانګړې توګه د پولي سیاست د وضعیت په اړه د عامه پوهاوۍ د کچې د لوړولو په موخه د دې بانک کارکوونکو په تیر بیا د پولي سیاست کارکوونکو ته په ټولنو، پوهنتونونو او بېلابېلو پروګرامونو کې پرزنټیشنونه او لکچرونه وړاندې کوي او له چاپي او برېښنايي رسنیو سره مرکې ترسره کوي څو د افغانستان بانک د پولي سیاست وضعیت لا ډیر روښانه او واضح کړي.

په دې وروستیو کې د ریاست د دفتر په لوی آمریت کې د عامه پوهاوۍ مدیریت جوړ شوی څو د پولي سیاست د خبر رسوونې بهیر عامه خلکو لپاره اسانه کړي او د عامه پوهاوۍ د کمپاینونو، د لکچرونو، د تلویزیوني او راډیويي اعلانونو، د بلبوردونو د نصبولو، د بروشورونو د وېشلو، لارښوونو او د افغانستان بانک د نورو موادو او د افغانستان بانک د ترلاس لاندې نیول شویو مهمو موخو، دندو او پالیسیو په اړه د خلکو د ذهنونو د روښانولو لپاره د نورو شته امکاناتو له لارې د افغانۍ کارونه دود کړي.