د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د چین سفارت له استازو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۴:۳۸
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د چین سفارت له استازو سره ولیدل

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشېر تر مشرۍ لاندې د چین سفارت له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر یادونه وکړه، چې افغانستان او چین له ډېرې پخوا زمانې له یو بل سره د بانکدارۍ او سوداګرۍ په برخه کې اړیکې لري او تمه یې وښوده چې دا اړیکې به لا پراختیا ومومي.

په یاده غونډه کې د چین سفارت استازو ته د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت د آمر ښاغلي نایب خان جمال له لوري د پولي سیاست، اداینو د بېلانس او ټولیز اقتصاد په اړه معلومات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د چین سفارت د استازو سربېره د افغانستان بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته