د افغانستان د ښځو د روزنیزې، کلتوري او ټولنیزې مؤسسې د روزونکو لپاره د مالي پوهې ورکشاپ

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۲:۸
د افغانستان د ښځو د روزنیزې، کلتوري او ټولنیزې مؤسسې د روزونکو لپاره د مالي پوهې ورکشاپ

کابل، ۱۳۹۸ د مرغومي ۲۶- د افغانستان بانک د هېواد د ښځو د روزنیزې، کلتوري او ټولنیزې مؤسسې د روزونکو لپاره د مالي پوهې دوه ورځنی ورکشاپ په لاره واچوه.

په یاد ورکشاپ کې د مالي خدمتونو، مالي مفاهیمو، مالي او بانکي محصولاتو او خدمتونو د منظمې او اغېزناکه اکارونې له لارې د اشخاصو، کورنیو او متشبثینو د ژوند د وضعیت د ښه والي په برخه کې د مالي پوهې د رول، په اقتصادي وده کې د مالي مؤسسو د رول، د مالي مؤسسې د ټاکنې په مهال د مهمو مواردو او د یو مناسب او د اړتیا وړ محصول د ټاکنې او د مالي خدمتونو د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وشوې او په دې برخه کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال، ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم ګډون وکړ او د مالي پوهې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د مالي پوهې لوړول د افغانستان بانک موخه ګڼل کیږي او دا بهیر به په راتلونکي کې دوام ولري.

پټه دې پاتې نه وي چې دا روزنیز ورکشاپ د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټه په لاره اچول شوی ؤ چې د یادې مؤسسې ۷ تنو روزونکو په کې ګډون درلوده.  

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته